ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د اقتصادي چارو وزارت سرپرست قاری د ین محمد حنیف په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دغې کتنې کې د ایران او افغانستان داقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا لارې چارې وارزول شوې.
په افغ انستان کې د ایران مرستیال سفیر په دغې کتنې کې په بدخشان کې د ترهه ګرې حملې په محکومولو سره چې د یو شمیر عامو خلکو د شهادت او زخمي کیدا سبب شوي ، ددغې خونړۍ پیښې دټپیانو د درملنې لپاره ئې د ایران دچمتووالی خبر ورکړ.
حسن مرتضوي ووئيل، هغه کسان چې په دغې پيښې کې ټپیان شوي دي ،په ایران کې ئې د درملنې او دمنتقلیدا زمینه برابروي.
د افغانستان د اقتصادي چارو وزارت سرپرست هم د ایران د دوست هیواد دملګرتیا د ښه نیّت او ژمنې قدرونه وکړه.
د افغانستان د بدخشان ولایت په مرکز فیض آ باد ښار کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله چې کابو لس ورځې مخکې پيښه شوې، اولس کسان وژل شوي او څه دپاسه دیرش نوره ټپیان شوي وو،چې پړه ئې هم داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه ا خستې ده.